په لغمان ولایت کې د ښوونځیو ۱۱۴ تنو منسوبینو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۹
362

د لغمان ولایت مرکز او ولسوالیو د ۵۷ بابه ښوونځیو ۱۱۴ تنو ښوونکو او مدیرانو مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو لپاره ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته پیل شو.

د یاد دې ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د لغمان ولایت پوهنې وزارت رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد، دغه پروګرام د ښوونکو د علمي وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې ترلاسه شوي مسلکي مهارتونه په خپلو اړوندو ښوونځیو کې په مسلکي ډول پلي کړي.

په دې روزنیز ورکشاپ کې به ښوونکي فعال تدریسي مېتودونه، د درسي ټولګیو مدیریت، د زده‌کوونکو ارزونې او شاګردمحوره مېتودونو په برخو کې ګټوره پوهه ترلاسه کړي.

د پورته ذکر شوي سیمینار ګډون‌وال د دې ورکشاپ له ترسره کېدو څخه خوښ دي او وايي چې د یادو روزنیزو مهارتونو له لاسه کولو وروسته به دوی په خپلو اړوندو ښوونځیو کې په مسلکي ډول تدریس ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS