لوګر دارالمعلمین ته نوی رئیس معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۵ - ۱۶:۸
لوګر دارالمعلمین ته نوی رئیس معرفي شو

د لوګر ولایت د عالي دارالمعلمین لپاره انجنیر محمد اکبر ستانکزی د نوي رئیس په توګه معرفي او دنده یې پیل کړه. 
د هغه د معرفي کولو په غونډه کې والي الحاج محمد انور اسحاق زي،د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، د پوهنې رئیس عبدالوکیل او د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو برخه اخیستې وه.
نوموړی د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په حکم د دارالمعلمین د پخواني رئیس محمد قاسم فهیمي په ځای ټاکل شوی دی. 
انجنیر محمد اکبر ستانکزی د حضرت الدین زوی، په ۱۳۵۷ کال د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د کتب خیلو په سیمه کې زېږېدلی دی.
هغه خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د انجینرۍ په څانګه کې کړې دي او د پوهنې په برخه کې ښه تجربه لري. 
نوموړي له ۱۳۹۱ کال نیولې د ۱۳۹۶ کال تر پایه پورې د لوګر د پوهنې رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
له دې مخکې د لوګر د عالي دارالمعلمین رئیس محمد قاسم فهیمي وو، چې هغه دغه دنده نږدې درې کاله ترسره کړه. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS