د ننګرهار پوهنې ریاست کې د مراجعینو خونه پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۳:۳
د ننګرهار پوهنې ریاست کې د مراجعینو خونه پرانیستل شوه

په دې اړه جوړه شوي مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل حکومتي ادارې ټول خدمات د خپلو خلکو لپاره وړاندې کوي او هر څومره چې هغوې ته د خدماتو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته کیږي په هماغه کچه پر حکومتي ادارو د خلکو باور هم زیاتیږي . 
دننګرهار والي د پوهنې له ریس نه مننه وکړه چې د مراجعینو لپاره د اسانتیاو په برابرولو کې له نورو دولتي ادارو څخه پیشقدمه شو .هغه د معارف د ټولو کار کوونکو نه دمننې په څرګندولو سره له ولسي وګړو هم وغوښتل چې دخپلو کارونو داجرا پر مهال له زغم او حوصلی نه کار واخلي . 
دننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل دا خونه یی د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجې نه په خواوشاه درې ملیونه افغانیو په څه باندې اووه سوه متر مربع زمکه کې په پاخه اواساسي ډول جوړه کړې، چې موخه یې خلکو ته په لږ وخت کې د ډیرو خدماتو وړاندې کول دي. دپوهنې ریس زیاته کړه: په دې خونه کې په جوړو شویو غرفو کې دپوهنې ریاست داړوندو څانګو کارکوونکي ناست دي او د مراجعینوکارونه به له ځنډ پرته په لنډ وخت کې ترسره کوي.هغه وویل خپلو کارکوونکو ته یۍ سپارښتنه کړې چې له مراجعینوسره نیک او په ورین تندي چلندوکړي هغه همدا راز له ټولو هغه کسانو چې پوهنې ریاست ته دکارونو تر سره کولو په موخه راځي هیله وکړه چې دکارونو په اجرا کې نوبت مراعت کوي او هر کله که د پوهنې ریاست له کارکوونکو شکایت ولري د پوهنې ریاست دروازې ددوې پر مخ پرانیستې دي. دننګرهار دولایتی شورا منشې حمیرا رفیع او غړي اسرار الله مراد هم ددغه خونې د پرانیستې له امله خوښی وښوده او هیله یی وکړه چې نورې حکومتي ادارې دې هم د پوهنې ریاست په څیر ولسي خلکو ته اسانتیاوې برابر ې کړي . په دې خونه کې د مراحعینو لپاره هر ډول اسانتیاوې په پام کې نیول شویدي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS