د تګاب ولسوالۍ پوهنې آمریت د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۵۲
54

د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره، د یوې غونډې په ترڅ کې د خلکو په مالي مرسته د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.

ویناوالو دا نوښت د پوهنې د پیاوړتیا او د دغې ولسوالۍ پوهنې منسوبینو لپاره د اړینو کاري اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام وباله او د پوهنې د ملاتړ په برخه کې یې د خلکو له همکارۍ ستاینه وکړه.

د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو وویل: دغه ودانۍ چې۶ اداري خونې، غونډو تالار، پخلنځی او نور اړین ملحقات به ولري، په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS