په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو او مامورینو د ارزونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۳۱
54

د دایکنډي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځیو د ۳۸ تنو منسوبینو لپاره د ښوونکو، استادانو او ملکي خدمتونو د چارواکو فعالیت ارزونې لپاره د نویو لارښوونو د تشرېح په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

یاد ورکشاپ د دایکنډي پوهنې ریاست د اداري اصلاحاتو کارکوونکو لخوا د دغه ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي شیر محمد صدیقي په ګډون تنظیم شو.

د پوهنې رئیس په خپله وینا کې د پوهنیزو موخو ترلاسه کولو لپاره د مدیرانو او ښوونکو مسئولیت او حساب ورکول اړین وګڼل او د تعلیمي پروګرامونو او لارښوونو په رڼا کې یې د پوهنې وزارت د قوانینو او کړنلارو پر بشپړ پلي کولو باندې ټینګار وکړ.

په همدغه پروګرام کې ګډون وال د لارښوونو د معیارونو او پلي کولو سره بلد شول، ترڅو وکولی شي د ارزونې پروسه تر خپل مدیریت لاندې په ښوونځیو کې تطبیق کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS