د میدان وردګ ولایت له تعلیمي مرکزونو سره نږدې ۱۲ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
552125

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست ویلي چې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې په میاشت کې، د یاد ولایت اوسېدونکو په ټولیزه توګه ۱۱ مېلیونه ۸۷۵ زره ۵۵۰ افغانۍ تعلیمي ادارو ته ورکړې دي، چې په کې د دوه پوړیزې ودانۍ جوړول، د ښوونځیو بیارغونه، د شاوخوا دېوالونو رغونه، د اوبو رسولو سیسټمونو جوړول او د اداري تجهیزاتو پېرودل شامل دي.
د دغه ولایت پوهنې رئیس له مرسته‌کوونکو څخه د ستاینې په ترڅ کې وویل چې د زده‌کوونکو لپاره د سالم او مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې، ځایي خلکو د تعلیمي شوراګانو سره په همغږۍ، په ټولیزه توګه ۲۵.۲ مېلیونه افغانۍ پوهنیزو ادارو ته د ملاتړ په موخه ورکړې او دا پروسه لاهم روانه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS