بدخشان ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۳۷
طزبللاا

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند مجیب‌الدین شهید لومړني ښوونځي بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو، مسلکي پراختیا غړو او سیمه‌ییزو مخورو په حضور کې کېښودل شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ د ۴مېلیونه افغانیو په اټکلي لګښت سره ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او یوه تحویل‌خونه لري، چې د خلکو ، خیرخواهانو او سیمه‌ییزو زده‌کوونکو له لارې به تمویل شي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بدخشان پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د سیمې د خلکو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د دغې ودانۍ جوړول به د پوهنیزې کچې په لوړولو او د زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي او د پوهنې مسئولین هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې تعلیمي اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS