د سرپل ولایت په یو باب لېسه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شهید هاشمي لېسې زدهکوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو تن خیرخواه شخص لخوا د ۵۶ زره ۹۲۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه تر کیندنې وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د خیرخواه شخص له همکارۍ او احساس څخه ستاینه وکړه او له نورو خلکو یې هم وغوښتل ترڅو د پوهنې په پیاوړتیا کې فعال رول ولوبوي.
