د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د زده کوونکو د ساینسي پروژو او علمي لاسته راوړنو (المپیاډ)پای غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
5165

نن د کابل ښار پوهنې ریاست د غونډ په تالار کې، د ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د ساینسي پروژو او لاسته راوړنو (المپیاډ) پای‌غونډې پرتمین مراسم، د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، معینانو، ځینو مرکزي رئیسانو، د کابل ښار پوهنې رئیس، مسئولینو او مېلمنو په حضور کې ترسره شول. 
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي جنت ګل عزیز په خپله پرانیستونکې وینا کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې علمي غونډې په تړاو ګډون والو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د پوهنې محترم وزیر وویل: " ډېر د خوښۍ ځای دی، چې مونږ نن د ګرانو زده کوونکو له نوښتونو او ساینسي پروژو څخه لیدنه کوو، لله الحمد، اوسمهال په ټول هېواد کې پوره امنیت تامین او د بل هر وخت په پرتله د علمي پرمختګ لپاره پراخه زمینه برابره شوې او پر مونږ لازمه ده، چې د الله تعالی د ټولو نعمتونو شکر ادا کړو."
نوموړي زیاته کړه، چې ټکنالوژي او وسایل د اوسني ژوند جدي اړتیا ده او د ساینسي پروژو په برخه کې یې د ممتازه زده کوونکو له نوښتونو او هڅو ستاینه وکړه.
په ورته مهال، نوښتګرو زده کوونکو د پوهنې مشرتابه او چارواکو په حضور کې خپلې ساینسي پروژې نمایش ته وړاندي کړې، چې د مسئولینو له پاملرنې او تود هرکلي سره مخامخ شوې.
د مسئولینو په وینا، د کابل ښار اړوندو رسمي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ د ساینسي پروژو او علمي لاسته راوړنو "المپیاډ" له جوړولو یې بنسټیزه موخه، په ټکنالوژۍ او ساینس برخه کې د هېواد د نویو نسلونو په ځانګړې توکه د نوښتګرو زده کوونکو هڅونه او د هغوی د علمي لاسته راوړنو پېژندل وو.
یاد مراسم ممتازو زده کوونکو ته د جایزو او ډالیو په وېشلو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS