په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۰
1321

د "ښوونې پرمختګ او مؤثرې زده‌کړې پیاوړتیا" تر سرلیک لاندې د هېواد د ختیځ زون د ښوونکو علمي او مسلکي غړو لپاره ۹ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کنړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو د ښوونکو د ۸۰ تنو علمي او مسلکي غړو لپاره پرانیستل شو.
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول‌گل ایوبي د یاد ورکشاپ د پرانېستې په مراسمو کې د موضوع په اړه مفصلې خبرې وکړې او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د دغه ورکشاپ له زده‌کړو څخه ښه ګټه واخلي او خپلې دندې په اخلاص او بشپړ مسئولیت ترسره کړي.
همدارنګه، د ننګرهار پوهنې رئیس محترم شیخ محمد شریف حلیمي ګډون‌والو ته وویل: "په تېرو څلورو لسیزو کې زموږ ډېری علمي کادرونه شهیدان شوي؛ نو دا تشه باید ستاسو په څېر علمي کادرونو له‌خوا ډکه شي."

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پکتیا ولایت په ۲ بابه ښوونځیو کې درسي خونې او لوبغالی جوړېږي

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند شهید منصور لېسې لپاره د ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت یو لوبغالی جوړېږي، چې پکې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای، د وسایطو تمځای او نور اړین ملحقات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
Background image

د میدان وردګ ولایت له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

* د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند یوه خیرخواه او معارف‌پال شخص له لوري، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې سره سل زره افغانۍ مرسته شوې ده او یادې پیسې د ښوونځي د ترمیم او بیارغونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

BACK TO NEWS