لوګر ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د حاجي ګلون کلي په سیمه کې د "یوسفيه" دیني مدرسې بنسټ ډبره د پوهنې مسئولینو په حضور کې کیښودل شوه.
یاده مدرسه د یو معارفدوست شخص په لګښت، په هغه نیم جرېبه ځمکه کې چې د محترم ملک محمد یوسف لخوا پوهنې ته اهدا شوې، د شاوخوا ۲ مېلیونه افغانیو په مجموعي لګښت جوړېږي.
د مدرسې دغه نوې ودانۍ به څلور اداري او درسي خونې، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه، چاپېره دېوال او نور اړین ملحقات ولري، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې سلګونه تنه ماشومان د دیني زدهکړو په برخه کې له اسانه لاسرسي څخه برخمن شي.
