فاریاب ولایت کې د څه کم ۱۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۳
58469

د فاریاب ولایت میمنې ښار په مرکز کې د سلطان حسین بایقرا لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ۱۱.۹۳ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسئولینو او د سیمه‌ییزو ادارو د چارواکو په ګډون د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
په دې پرانیستغونډه کې د یاد ولایت والي، پوهنې رئیس، علماءکرام، قومي مشران او ښوونکي حاضر وو. 
د فاریاب پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د روان کال د فعالیتونو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ څرګنده کړه چې:"معارف د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د پوهنې وزارت رهبري د ښوونې او روزنې د ارزښت په درک سره تل هڅه کوي، چې لازمې تعلیمي اسانتیاوې، مناسب ځای او خوندي چاپېریال د هېواد د اولادونو لپاره برابر کړي."
د مسئولینو په وینا، دغه ښوونځی په هغه ۲۰۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شوی، کوم چې د سیمې د یوه علم‌پرور شخص لخوا وقف شوې وه.
 یاده ودانۍ ۶ درسي ټولګي، اداري خونه، لابراتوار، د ساتونکي کوټه، برېښنا شبکه، احاطوي دېوال، څښاک پاکو اوبو سیسټم، زده‌کوونکو او ادارې لپاره مېز او څوکۍ، اور وژنې وسایل، لوبغالی او نورې ضروري برخې لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۵۱
Background image

په غور ولایت کې د یوې لېسې بیارغونې کارونه بشپړ شول

د تیورې ولسوالۍ یخن لېسې ودانۍ د سیمه‌ییزو خلکو او د یو تن خیرخواه شخص لخوا ترمیم او د پوهنې مسئولینو، د محلي ادارو چارواکو او د خلکو استازو په حضور کې پرانیستل شوه.
د یادې لیسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۶
Background image

داسلامي زده‌کړو معینیت علمي او مسلکي غړو لپاره سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست کارپوهانو له لوري، د اسلامي زده کړو معینیت علمي او مسلکي غړو لپاره «د مدارسو کیفیت لوړونې» تر سرلیک لاندې یو مهم او مسلکي سیمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۳
Background image

فاریاب ولایت کې د څه کم ۱۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت میمنې ښار په مرکز کې د سلطان حسین بایقرا لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ۱۱.۹۳ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسئولینو او د سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS