په تېره میاشت کې د میدان وردګ ولایت تعلیمي ادارو سره له ۲.۴ مېلیون څخه زیاتې افغانۍ مرسته شوې
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ ل. کال په لړم میاشت کې، ځایي خلکو د بیارغونې او اداري او تدریسي تجهیزاتو چمتو کولو په برخه کې د همدغه ولایت ښوونځیو سره ۲ مېلیونه۴۸۰ زره ۱۹۸ افغانۍ مرسته کړې ده.
د یاد ولایت پوهنې چارواکو په وینا، دغه مرسته د سید آباد، چک، جلریز، حصه اول او مرکز بهسود ولسوالیو د خلکو لخوا د اړوندو ولسوالیو پوهنې آمریتونو ته ورکړل شوې، چې د څښاک پاکو اوبو برابرولو، د کمپیوټر لابراتوارونو جوړولو او بیارغونې کارونو په برخو کې کارول شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه پوهنیز نظام لپاره د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه او هرکلی کوي.
