د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، سمنګان ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت سترسلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاث الدین آغا سمنګان ولایت ته لاړ ، ترڅو هلته کلتوري پروګرامونه پلي او د ښوونځیو له کتابتونونو څخه نامطلوب درسي کتابونه راټول کړي.
پلاوي لومړی د پوهنې له رئیس محترم مولوي محرابالدین اقبال، د پروګرامونو امرینو ، د ولسوالیو د پوهنې چارواکو او د ښوونځیو مدیرانو په حضور کې د همغږۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
د غونډې په پیل کې، د سمنګان ولایت پوهنې رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د کتابونو اهمیت او د راتلونکو نسلونو په سالمه روزنه کې یې د هغوی د بنسټیز رول په اړه خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت محترم سلاکار د خپلې وینا پرمهال وویل چې د دې خاورې دښمنان، د "سړې جګړې" له لارې او د نامطلوبه کتابونو په کارولو سره، د هېواد ماشومان له فکري پلوه منحرف کول غواړي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان ا.ا. هڅه کوي چې د اسلامي نظام سره سم د منظمو پروګرامونو په پلي کولو سره، د ټولنې ماشومانو ته سالمه، فکري او اخلاقي روزنه ورکړي او د دیني ارزښتونو په چوکاټ کې اسلامي کلتور ته وده ورکړي.
د دې سفر په جریان کې، د پوهنې وزارت لوړ پوړي سلاکار د ایبک ښار له لومړي او دویم نمبر او اجاني ملکه ښوونځيو په ګډون د یو شمېر نورو تعلیمي مرکزونو کتابتونونو څخه لیدنه وکړه او اړوندو چارواکو ته یې د مناسبو کتابونو د تنظیم، ساتنې او ټاکنې په اړه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
