په څلورو ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغولو پروژې پلي کېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱
545

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د څرګندونو له مخې؛ د یاد ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې له مخې، د دې ادارې د انجنیرانو یوه ډله بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته واستول شوه، ترڅو د تعلیمي او اداري مرکزونو د ودانیزو پروژو (جوړولو او بیارغونې) د پلي کولو له پروسې څارنه وکړي.

۱- په بغلان ولایت کې، د تعلیمي او اداري مرکزونو د بیارغونې لپاره ۱۲ پروژې د اسلامي ا.مارت له بودیجې څخه د ۵ مېلیونه ۴۶۱ زره ۶۵ افغانیو په ټولیز لګښت او د ۲۱۰ مېلیونه ۱۳۳ زره ۹۳۵ افغانیو په لګښت د بیارغونې په ګډون ۱۱۰ پروژې چې د همکارو ادارو لخوا تمویلېږي، بشپړې شوې یا د جوړولو په حال کې دي.

۲- په کندوز ولایت کې، د ښوونیزو ادارو د بیارغونې لپاره ۱۰ پروژې چې ټولټال ۵ مېلیونه ۸۷۶ زره ۸۸۹ افغانۍ لګښت لري، د اسلامي ا.مارت له بودیجې څخه او ۲۹ پروژې چې ټولټال ۱۱۶ مېلیونه ۹۹۲ زره ۶۰۰ افغانۍ لګښت لري، د همکارو ادارو لخوا تمویلېږي، بشپړې شوي یا تر کار لاندې دي.

۳- په تخار ولایت کې، د تعلیمي مرکزونو بیارغولو لپاره ۸ پروژې چې ټولټال ۶ مېلیونه ۱۰۰ زره ۶۹۰ افغانۍ لګښت لري، د اسلامي اږمارت له بودیجې څخه او ۴۲ پروژې چې ټولټال ۶۷۴ مېلیونه ۷۸۸ زره ۳۱۶ افغانۍ لګښت لري، د همکارو ادارو لخوا تمویلېږي، بشپړې شوې یا د جوړولو په حال کې دي.
۴- په بدخشان ولایت کې، د اسلامي ا.مارت له بودیجې څخه د ۸ مېلیونه ۵۰۹ زره ۷۹۷ افغانیو په ټولیز لګښت د تعلیمي ادارو د بیارغونې ۱۲ پروژې او د همکارو ادارو لخوا د ۳۲ مېلیونه ۲۰۶ زره ۹۷۰ افغانیو په لګښت د ودانولو او بیارغونې په ګډون ۱۹ پروژې بشپړې شوې یا د جوړولو په حال کې دي.
د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي چې د ملک د ټولو ماشومانو زده‌کړې ته د لاسرسي په موخه به لاپسې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS