د بادغیس ولایت پوهنې ریاست ته د عامو خلکو له لوري له ۱۱ جریبه څخه زیاته ځمکه ډالۍ شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۵۶
ظز

د بادغیس ولایت د قادس، دره‌بوم، تګاب عالم، جوند ولسوالیو او د دغه ولایت د مرکز اړوند علم‌پروره اوسېدونکو له لوري، شاوخوا ۱۱ جریبه او ۷۷۵ متره مربع ځمکه، د تعلیمي مرکزونو جوړولو په موخه د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان، په دې اړه وویل: دغه ځمکه چې ارزښت یې ۳ مېلیونه۵۳۲ زره ۵۰۰ افغانیو ته رسېږي، د پوهنې وزارت له لوري به په یادو ولسوالیو کې د مدارسو او ښوونځيو جوړولو لپاره وکارول شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د علم‌پالو خلکو، په ځانګړي ډول د بادغیس ولایت د اوسېدونکو له لوري پوهنې ته د ځمکو د ډالۍ کولو له ملاتړ څخه هرکلی او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست ته د عامو خلکو له لوري له ۱۱ جریبه څخه زیاته ځمکه ډالۍ شوه

د بادغیس ولایت د قادس، دره‌بوم، تګاب عالم، جوند ولسوالیو او د دغه ولایت د مرکز اړوند علم‌پروره اوسېدونکو له لوري، شاوخوا ۱۱ جریبه او ۷۷۵ متره مربع ځمکه، د تعلیمي مرکزونو جوړولو په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په نورستان ولايت کې د يو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د نورستان ولايت مرکز پارون ښار اړوند د چتراس سيمې معارف‌پالونکو خلکو، د يو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه يو جریب ځمکه پوهنې ته وقف کړه.
د ياد ولايت پوهنې رئيس محترم الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۴۷
Background image

په پکتيا ولايت کې له ۳ بابه ښوونځيو سره څه د پاسه ۶۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته وشوه

د پکتيا ولايت په څمکني او زرمت ولسواليو کې د خلکو او قومي متنفذينو په مالي مرسته، د ۳ بابه ښوونځيو لپاره د ۶۶۸ زره۴۵۰ افغانيو په ټوليز لګښت د اوبو رسولو سيسټمونه، سولري برېښنا او يو. . .

BACK TO NEWS