د بامیان ولایت په دوو ولسوالیو کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۸
6546

د بامیان ولایت پوهنې ریاست له لوري په یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو کې د تقویتي درسي ټولګیو د ۲۶۰ تنو ښوونکو لپاره د پنځه ورځني مېتودیکي روزنیز ورکشاپ لړۍ پیل شوه.
دغه روزنیز پروګرام په یادو ولسوالیو کې د ولسوالۍ مرستیال، پوهنې آمر او د یو شمېر ګډون والو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شو.
د ياد ورکشاپ منځپانګه چې د ښوونکو د پوهاوي کچې لوړولو او د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا په موخه طرحه شوې، پر مهمو موضوعاتو لکه د ماشومانو حقوق، د ژوند مهارتونه، رواني، عاطفي او ټولنیز چلندونو تمرکز لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS