د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
3626

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول کېږي، چې خپل شکایتونه د یاد وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت اړوند فورم په ډکولو سره، د ۱۴۴۷/۱۰/۱۰ څخه تر ۱۴۴۷/۱۰/۲۰ نېټې پورې ثبت کړي او له یادې نېټې وروسته به د هغوی شکایتونه د منلو وړ نه وي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ  جوړولو کار پیل شو

د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۴۸
Background image

په غور ولایت کې د ښوونځیو سرښوونکو او آمرینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی روزنیز پروګرام د غور ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي غلام محمد کاظم په حضور کې د اوو ولسوالیو د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

BACK TO NEWS