له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه واخيستل شوه 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۲۰
5456

د پوهنې وزارت د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د کابل ښار سيدجمال الدين افغان عالي دارالمعلمين په تالار کې له شاوخوا ١٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې وزارت د ازموینې کمېټې رئیس، محترم مولوي عبدالواحد واحدیار وویل: دغه نوماندان د ج/هادي بوختیاوو له امله له زده کړو پاتې شوي وو; خو اوس ورته زمینه برابره شوې چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې په دې ازموینه کې بریالي شي، د خپلې سويې مطابق به د هېواد د رسمي ښوونځیو له آتم تر دولسمو ټولګیو کې شامل شي.
د ازموینې ګډون والو د دغې پروسې هرکلی وکړ او له نورو کسانو يې هم وغوښتل چې له ورته فرصتونو څخه ګټه پورته او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د پوهنې وزارت له لوري د سلګونو م/جاهدینو او راستنېدونکو کډوالو څخه ازموینې اخیستل شوې او هغوی د زده کړو بهیر ته شامل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS