د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اغېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
ert

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق برخه کې د وړ کسانو ګمارنې په اړه پرلیکه ناسته جوړه شو.
په پیل کې د پوهنې محترم وزیر په مرکز او ولایتونو کې د خالي بستونو ډکولو او وړ کسانو ګمارنې په اړه وینا وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو د ځانګړې کړنلارې سره سم په یادو بستونو کې مستعد او ژمن کسان وګماري.
نوموړي وویل چې د پوهنیز نظام استحکام او پیاوړتیا د ژمنو او وړ کسانو په ګمارنو پورې تړلې ده او په دې برخه کې د ټولو منسوبینو، استادانو او ښوونکو په کلکي ژمنتیا او بشپړ اخلاص ټینګار وکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم مالي او اداري معین په خالي بستونو کې د ګمارنې په اړه هراړخیزه وینا وکړه او د تشکیلاتو اوسني وضعیت، د مرکز او ولایتونو په تشو بستونو کي د ګمارنې پروسې ساده‌والي، د راستنېدونکو کډوالو او فرضي کرښې ته څېرمه سیمو لپاره د بستونو ځانګړي کولو او د راتلونکي لپاره یې د تشکیلاتو زیاتوالي په هکله خبرې وکړې.
همدارنګه نوموړي د تشکیلاتي پروسې اړوندو ادارو له مسئولینو وغوښتل چې دغه پروسه په پوره شفافیت سره وڅاري.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو محترم لوی رئیس د تشکیلاتو لپاره د نوي لارښود او د ګمارنې پروسې ساده‌والي په هکله معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې اوس‌مهال د اړوندو ادارو مسئولین کولای شي، حتا د ولایتونو او ولسوالیو په کچه هم ازموینه ترسره او په اړوندو بستونو کې وړ کسان وزارت ته راوپېژني.
د غونډې په ترڅ کې د پوهنې ولایتي چارواکو لخوا د تشکیلاتو په تړاو یو شمېر پوښتنې مطرح شوې، چې د مالي او اداري معینیت کارپوهانو له لوري ورته تفصیلي ځوابونه ورکړل شول.
غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS