په لغمان ولایت کې٣ بسوې ځمکه د یو ښوونځي پراختیا لپاره وقف شوه
د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ د منجغان لومړني ښوونځي جوړولو او پراختیا لپاره درې بسوې ځمکه د یادې ولسوالۍ د یو تن اوسېدونکي، محترم حاجي سید علي خان لخوا وقف شوه.
د يادې ځمکې اسناد په رسمي ډول پوهنې وزارت ته وسپارل شول او بیه يې شاوخوا پنځه سوه زره افغانۍ اټکل شوې ده.
د دغې مرستې په پایله کې به د ښوونځي د پراختیا له لارې نږدې ۸۰۰تنو زدهکوونکو ته د زدهکړې لا ښې اسانتیاوې برابرې شي، چې دا د سیمې د پوهنې د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
