د زابل ولایت په ۳ بابه ښوونځیو کې د ۹ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د زابل ولایت د شاهجوی ولسوالۍ په ۳ بابه ښوونځیو کې د ۹ درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۱ میلیون ۴۷۵ زره او ۶۲۵ افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین وایي: د پراختیایي او بنسټیزو پروژو پلي کېدل نه یوازې د زدهکوونکو د زدهکړو بهیر پیاوړی کوي، بلکې د پوهنې د ودې، د ښوونیزو خدمتونو ښه والي او د سیمې د تعلیمي پرمختګ په برخه کې هم یو ارزښتناک ګام ګڼل کېږي.
