د سرپل ولایت په البدر ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو کارونه پیل شول
د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ اړوند دمگاه کلي کې د حضرت بلال «رضياللهعنه» په نوم د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده مدرسه چې د سیمهییزو خلکو په مالي ملاتړ جوړیږي، د ۵ درسي خونو ترڅنګ نورې اړینې اسانتیاوې هم لري، چې د بشپړېدو وروسته به د دیني زدهکړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
