په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ د سرخ قلعه په سیمه کې، د ۱.۵ جریب وقف شوې ځمکې پر سر د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره، د سیمهییزو مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د خلکو په حضور کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایتالله سهار د سیغان ولسوالۍ علمدوستو خلکو له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل: «د خلکو او ټولنې ملاتړ د مدارسو او ښوونځیو د کمیت او کیفیت ښه والي لامل ګرځي او نن موږ د دغې مدرسې د ملاتړ په برخه کې د خلکو پراخ ملاتړ وینو.»
