د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي کندهار ولايت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۱۴
ظطزطظز

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د مولوي بسم الله حسان په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د پوهنې ریاست له چارواکو، کارکوونکو او د خصوصي ښوونځیو له مسوولينو سره وکتل.
د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د کندهار پوهنې ریاست کارکوونکو او منسوبينو ته په خپله ارشادي وینا کې د اخلاص، امانتدارۍ، وظیفوي مسوولیتونو د ښه ترسره کولو، له مراجعینو سره د نېک چلند، اسلامي اخلاقو او د اسلامي امارت د اصولو او ارزښتونو د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه هغوى د شیرزاد او بهار خصوصي لېسو څخه لیدنه وکړه، د دغو ښوونځیو د ښوونیز او اداري بهیر ارزونه یې وکړه او ښوونکو ته یې د تدریسي کیفیت لوړولو، د زده‌کوونکو د سالمې روزنې، نظم، انضباط او د پوهنې وزارت د اصولو او کړنلارو د بشپړ تطبیق په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادو لېسو مسوولینو د نوموړي پلاوي له لیدنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې وړاندې شوې سپارښتنې به په بشپړ ډول پلې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS