پروان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرطاسیه ووېشل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۴۷
56554

د یوه همکار بنسټ له لوري د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروان ولایت پوهنې ریاست ته مرسته شوې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي، د ټاکل شوې سهمیې له مخې د ياد ولایت ښوونځیو ته ووېشل شول.
په دغو توکو کې د لومړي تر درېیم ټولګي زده‌کوونکو لپاره ۶۳ زره او ۸۷۷ کڅوړې قرطاسیه، د څلورم تر شپږم ټولګي لپاره ۳۸ زره او ۲۳۴ کڅوړې درسي توکي، د ښوونکو لپاره ۲ زره او ۵۵۲ بستې درسي مرستندویه مواد او د ښوونځیو لپاره شاوخوا ۴۴۸ بستې اداري پارچې شاملې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

په هلمند ولایت کې د ۹۷ تنو کډوالو ماشومانوڅخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د هلمند ولایت پوهنې ریاست، له ۹۷ تنو بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د دې لپاره ترسره شوه، چې د بېرته راستانه شویو ماشومانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ علمي نندارتون جوړ شو

د کاپیسا ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د علمي سیالیو نندارتون، د یادې ولسوالۍ په شهید مولوي فیض محمد لېسه کې جوړ شو.
په دغه نندارتون کې د بېلابېلو ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۷
Background image

په زابل ولایت کې د ۱۹ بابه ښوونځیو لپاره د برېښنایي سیسټمونو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت مرکز قلات ښار او د یو شمېر ولسوالیو په ۱۹بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د بسته‌بندۍ او فعالولو چارې د یوه همکار بنسټ له لوري پیل شوې دي.
تمه ده چې دغه بهیر په. . .

BACK TO NEWS