په کابل ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت اداري دفترونه ترمیم او جوړ شول
د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند یوه ۸ خونیزه ودانۍ د ۷۸۲ زره او ۴۷۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د کابل ښار پوهنې مسوولینو په حضور کې بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
همداراز، د کاري ساحې د پراختیا او اداري اسانتیاوو برابرولو په موخه ۳ د پي وي سي PVC خونې د ۵۲۹ زره او ۷۵۹ افغانیو په لګښت جوړې او پرانیستل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیبالله صاحبزاده د پروژې د بشپړېدو، موخو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د یادو ودانیو ترمیم او د نویو کاري فضاوو جوړول د اداري چارو لاښه والي او کارکوونکو ته د مناسب کاري چاپېریال برابرولو په برخه کې مهم اقدام وباله او ټینګار یې وکړ، چې شته امکانات باید په سمه توګه مدیریت او د ادارې له اړتیاوو سره سم ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
