په پروان کې د راستنېدونکو کډوالو له ۲۵۰ ماشومانو څخه د زدهکړې کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د پروان ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زدهکړې کچې د تثبیت په موخه له ۲۵۰ ماشومانو څخه د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې یاد ماشومان له ازموینې وروسته د خپلې ښوونیزې کچې له مخې د دغه ولایت په اړوندو ښوونځیو کې جذب او د زدهکړو بهیر ته شامل شي.
