احمد خیلو ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي
د پکتیا ولایت د احمد خیلو ولسوالۍ د احمد خیلو د نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه.
د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچی ځاځي وایي، چې پر دې ودانۍ د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي ، چې ۱۰ درسي خونې ، دوي اداري خونې، د احاطې دېوال ، د اوبو منظم سیستم او نورې اړوندې ټولي ښوونیږي آسانتیاوي به ولري.
د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، مونږ له نېکه مرغه ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې یو، په ودانیزه برخه کې مو زیات شمیر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې چې دغه دی نن ورځ مو د احمدخیلو نجونو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره هم کېښوده .
د احمد خیلو ولسوالۍ قومي مشرانو هم د یادې ښوونځي د رغنیزو چارو له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
