د ټولنیزو علومو د درسي کتابونو د نظرغوښتنې شپږ ورځنۍ برنامه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۳:۶
سیبشسیب

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب ریاست له لوري د اووم، اتم او نهم ټولګیو د ټولنیزو علومو درسي کتابونو د مسودو د ارزونې، سمون او علمي بډاینې په موخه شپږ ورځنۍ علمي او نظرشریکولو برنامه جوړه شوه.
په پرانیستغونډه کې د پوهنې وزارت ښاغلو مسوولینو او د لوړو زده‌کړو محترم وزیر د ښوونیز نصاب د کیفیت، علمي بډاینې او د زده‌کوونکو د فکري او معنوي روزنې په برخه کې د معیاري نصاب پر اهمیت خبرې وکړې او له علمي کادرونو یې وغوښتل چې د نصاب د لا پیاوړتیا لپاره خپل رغنده نظریات شریک کړي.
په دې برنامه کې د ښوونیز نصاب ریاست مسوولین، د ساینس مرکز مؤلفان، د پوهنتونونو استادان او د علومو اکاډمۍ استازي ګډون لري او د یادو کتابونو د منځپانګې د علمي بډاینې، اړینو اصلاحاتو او لا پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه شریکوي، ترڅو درسي مواد د زده‌کوونکو د اړتیاوو، د وخت له غوښتنو او معیارونو سره سم برابر شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS