د کابل ښار د ښوونیزو حوزو اړوند احصایې مدیرانو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت احصایې عمومي مدیریت له لوري، د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ښوونیزو حوزو د احصایې او راپور ورکولو مدیرانو لپاره د ښوونیزو معلوماتو د مدیریت سیستم (EMIS) په اړه یو ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو.
دغه پروګرام د احصایوي معلوماتو د راټولولو، ثبت، تنظیم او تحلیل د بهیر ښهوالي، په احصایوي چارو کې د دقت او روڼتیا زیاتوالي، د کاري بهیرونو د چټکتیا او اغېزمنتیا او د اړوندو ستونزو کمولو په موخه ترسره شو.
