د پوهنې وزارت خبرتیا (د قرارداد ورکولو د پرېکړې اعلان)

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۳۵
zxczx

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د دغه وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست د معلوماتي سیسټم د اړتیا وړ ۸ قلمه تخنیکي او اداري توکو د برابرولو او پېرودلو پروژې قرارداد، د یو میلیون، ۳۳۹ زره او ۳۵۵ افغانیو په ارزښت، د عمرعادل لوژستیکي خدمتونو شرکت ته ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي، د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې خپل شکایتونه له اړوندو دلایلو سره په لیکلې بڼه د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانان سيمې ته څېرمه په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او د یادې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو ترسره کېدو پورې به قرارداد نه منعقدېږي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

په غزني کې د یوه دارالحفاظ د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ په شینه سیمه کې د یوه دارالحفاظ د نوې ودانۍ جوړولو چارې، پر څه باندې دوه جریبه ځمکه، د خلکو په مالي مرسته د دوو میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲
Background image

په پروان کې د څو ښوونځیو ترمنځ خزاني سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت په مرکز کې د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د خزاني دوستانه سياليو ټورنمنټ پایغونډه جوړه شوه.
په دغو سیالیو کې زده‌کوونکو د تکواندو، رسۍ کشولو، رسۍ لوبې، فوټبال،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۵۶
Background image

په میدان‌وردګ ولایت کې له دوو ښوونځیو سره د تجهيزاتو مرسته وشوه

د میدان‌وردګ ولایت حصه‌اول بهسودو ولسوالۍ اړوند له بي‌بي فاطمه (رضي‌الله عنها) لومړني ښوونځي او سیاسنګ لېسې سره د ۲۵۷ زره او ۷۵۰ افغانیو په ارزښت د اداري او ښوونیزو وسایلو مرسته وشوه.
پ. . .

BACK TO NEWS