د پوهنې وزارت د چارواکو د شتمنیو ثبت سیمینار

media-moe
Thu, Jan 30 2020 1:12 PM
د پوهنې وزارت د چارواکو د شتمنیو ثبت سیمینار

پوهنې وزارت_کابل: د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې وزارت مشرتابه او رئیسانو په کې برخه اخیستې وه په داسې حال کې چې د شتمنیو څیړلو او ثبت ادارې استازو هم ګډون درلود، د معلوماتو وړاندې کولو او د پوهنې وزارت چارواکو د شتمنیو ثبت د ۱۱ پاڼه یي فورمو د ډکولو په اړه معلومات وړاندې شول.
په پیل کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین عبدالسبحان رؤف راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په روڼتیا او د فساد پروړاندې په مبارزې د ټینګار ترڅنګ، د چارواکو د شتمنیو ثبت کول یې د دموکراسي پلي کولو په لاره کې یوه ګټور ګام یاد کړ او له چارواکو څخه یې وغوښتل چې په دې موخه فورمې په سمو معلومات ډکې کړي.
ورپسې د شتمنیو ثبت او څیړلو ادارې استازي بریالي باوري د پوهنې وزارت له همکارۍ څخه ستاینه وکړه او یاده یې کړه چې یاده اداره د روڼتیا ساتنې او د فساد پروړاندې د مبارزې په برخه کې د پوهنې وزارت سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دۍ.
ورپسې د عامه پوهاوي کارپوه احمدصفا رزمنده، د خپراوي کارپوه رامین مظهر، د شتمنیو د ثبت او تحلیل کارپوه احسان الله زیرک او د یادې ادارې یو شمیر نورو کارکوونکو د یادې موضوع او فورمو ډکولو په تړاو خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د شتمنیو د ثبت او څيړلو اداره په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د اساسي قانون د اوومې، پنځوسمې او د ۷۵، ۱۵۴ مادو د دریمو برخو پر اساس مینځ ته راغلې ده او د روڼتیا ساتنې او د اداری فساد مخنیوي په موخه شخصي، منقولې او غیر منقولې شتمنۍ او ملکیتونه د یادې ادارې په فورمو کې ثبت کیږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS