د بورسونو نوماندانو چارو ته د رسیدو لپاره پوهنې وزیر د نتایجو او شهادتنامو ریاست څخه په ناڅاپي ډول لیدنه وکړه.

media-moe
Wed, Feb 26 2020 11:10 AM
د بورسونو نوماندانو چارو ته د رسیدو لپاره پوهنې وزیر د نتایجو او شهادتنامو ریاست څخه په ناڅاپي ډول لیدنه وکړه.

پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي په ناڅاپي ډول د نتایجو او شهادتنامو له ریاست څخه لیدنه وکړه او د مراجعینو مینځ کې د ګډون ترڅنګ، د بورسونو کاندیدانو د شهادتنامو اخیستلو چارو ښه والي لپاره یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

پوهنې وزیر همدارنګه له مختلفو برخو لکه فارغینو، له هیواده بهر او شهادتنامو برخو څخه لیدنه وکړه او خلکو ته د ځواب وینې او حساب ورکونې په سیسټم کې مینځ ته راغلي او ترسره شویي اصلاحات یې وڅيړل.

پوهنې وزیر د دې لیدنې په ترڅ کې، د اصلاحاتو راوړلو، شفافه او ځواب ویونکي سیسټم د پیاوړتیا او د مدیریت د ښه والي او پیاوړې کولو په موخه د یاد وزارت له مختلفو برخو د لیدنو څخه خبر ورکړ.

د یادونې وړ ده له دې څخه وړاندې پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په ناڅاپي ډول د بشري سرچینو ریاست، د کابل ښار پوهنې ریاست او له یو شمیر ښوونځيو څخه لیدنه کړې او د ستونزو څیړلو په موخه یې د مراجعینو په مینځ کې ګډون کړې وو.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS