دایکندي کې ښوونکو ته د ځمکو نومرو وېش پیل شو

media-moe
Mon, Dec 21 2020 1:52 PM
دایکندي کې ښوونکو ته د ځمکو نومرو وېش پیل شو

د پوهنې وزارت، دایکندي: د دایکندي ولایت ښوونکو ته د ځمکو د نومرو ویش په رسمي ډول د یاد ولایت د والي محمد ضیا همدرد، د پوهنې ریاست سرپرسته او تدریسی مرستیاله شریفه اکبري او د ځمکو د پیژندنې د کمیسیون غړو په حضور کې رسما پیل شو.

د دایکندي والي د ښوونکو د ښار ګوټي په ساحه کې د ځمکې د نومرو د توزیع په پیل کې ټولو ښوونکو ته مبارکي وویله او دا پروسه یې د ښوونکو د بې کوره کیدو ستونزې حلولو په برخه کې یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه: په افغانستان کې ښوونکي له ګنو ستونزو سره مخ دي د ټولو ستونزو سره سره، دوی خپله دنده په ځانګړې لیوالتیا سره سرته رسولې او په پوره صداقت او ایمانداري سره د وطن د بچیانو په ښوونه او روزنه بوخت دي.

د دایکندي ولایت د پوهنې سرپرست ومنله چې د استوګنې ښارګوټي ځمکه به د کاري تجربې پراساس د ولایت مرکز کې ښوونکو ته وویشل شي، او ۳۱ تنه ښوونکي چې د ښوونې په برخه کې ترټولو کاري سابقه او تجربه لري د پچې اچونې پرته مستحق دي. او پاتې نورو ۶۴ تنو نورو ښوونکو ته به دپچې اچونې له لارې توزیع شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS