د لغمان ولایت پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ

media-moe
Thu, Feb 25 2021 9:01 AM
د لغمان ولایت پوهنې ریاست د ۱۳۹۹ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ

د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې رییس عبدالله حمیدی « ملت ته د دولت د حساب ورکولو» په غونډه کې چې د لغمان ولایت والي رحمت الله زیارمل، مرستیال والیانو، د دولتي ادارو رییسانو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د رسنیو استازو ګډون درلود، د ۱۳۹۹ کال کاري راپور وړاندې کړ.

د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د یادې غونډې برخه والو ته د تېر مالي کال په لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو مفصلې خبرې وکړې.

هغه وویل، چې په یاد کال کې د پوهنې سکتور د ښه والي، ودې او شته ستونزو د هواري په موخه ښه پلانونه او پروګرامونه پلې شوي دي.

د پوهنې رییس د حساب ورکونې پر مهال خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې سکتور د لا ودې او پرمختګ لپاره به عملي ګامونه پورته کړو.

همدا رنګه د ولایت والي رحمت الله یارمل د پوهنې ریاست دکړنو ستاینه وکړه او دنوي تعلیمي کال د پلانونو د پلي کولو لپاره د پوهنې ریاست سره د هر ډول د همکاریو ژمنه وکړه.

د غونډې په پاي کې د پوهنې رییس دخبریالانو او دغونډي ګډون والو پوښتنو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه وویل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS