بلخ ولایت کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
Sun, Mar 28 2021 4:19 PM
اتمام کار بازسازی یک باب مکتب در ولایت بلخ

بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هلکانو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، یاده ودانې چې ۱۶ ټولګي لري د ترکیې هیواد د تیکای ادارې له لوري جوړه شوې ده.

د یاد ښوونځي پرانیستغونډه کې د پوهنې رئیس او کارکوونکو، د ولایتي شورا رئیس ډاکټر محمد حدید، د یاد ښار ښاروال توفیق امیني، د ترکیې هیواد سرکنسل، یو شمیر ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې اوسیدونکو ګډون درلود.

د بلخ د پوهنې رئیس علي امیري میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ترکیې هیواد او تیکای ادارې له مرستو مننه وکړه او وې ویل: د متوازنو تعلیمي چوپړتیاو وړاندې کول د پوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او زموږ هڅه دا ده چې د خوندي چاپیریال په جوړولو سره، د زده کوونکو لپاره اړینې ښوونیزې آسانتیاوې برابرې کړو.

وروسته د ولایتي شورا رئیس ډاکټر محمد افضل حدید، د افغانستان او ترکیې هیواد د ملګرتیا په تاریخي بهیر خبرې وکړې او د دې هیواد له هراړخیزو مرستو یې مننه وکړه.همداراز نوموړي له زده کوونکو غوښتنه وکړه څو د ښوونځي ودانۍ او د ښوونځي د نورو توکو ساتنې ته پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS