د پوهنې وزارت سرپرستې د دغه وزارت له څانګو او دفترونو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي، اداري چارو کې د ښه والي په موخه، دا ځل له مخکینۍ خبرتیا پرته د وزارت له څانګو او دفترونو څخه لیدنه وکړه او د کارمندانو فعالیتونه یې وارزول.
په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت سرپرستې د کارکوونکو ستونزې او ننګونې واورېدې او له هغوی سره یې د دغو ستونزو په حل کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
هغې د دې وزارت له یو شمیر مراجعینو سره هم ولیدل او کارکوونکو ته یې د هغوئ د ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې، ژمنه یې وکړه چې د مراجعینو د ستونزو د حل لپاره به هڅه وکړي او د هغوئ لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي، میرمن حمیدي وویل د وزیرې په توګه نه، بلکې د خلکو ریښتینې خدمتګارې په توګه، دوی کولی شي هرکله چې وغواړي خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.
عامو خلکو او مراجعینو د پوهنې وزارت مشرتابه ځخه خوښي سرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا یوه ښه خبره ده چې د پوهنې وزارت مشرتابه د دوی ستونزې او شکایتونه په مستقیم ډول څیړي او د حل لپاره یی اقدام کوي.
