د پوهنې وزارت اړوند د ساینس مرکز کې د ښوونکو د ظرفیت دارتقاء سیمینار پای ته ورسید

media-moe
Wed, Feb 09 2022 9:15 AM
د پوهنې وزارت اړوند د ساینس مرکز کې د ښوونکو د ظرفیت دارتقاء سیمینار پای ته ورسید

 د پوهنې وزارت  د نصاب او مسلکي انکشاف د لوی ریاست اړوند د ساینس په مرکز کې د استادانو د ظرفیت د ارتقاء په موخه دایر شوی ۲۲ ورځنی سیمینار پای ته ورسید.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د ساینس مرکز د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، دپوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست معین او د یاد وزارت د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي عبدالخالق صادق صاحب، دنصاب رئیس مولوي صبغت الله وصیل صاحب، دکابل ښار دپوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب صاحب او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس عزیزاحمد ریان ، له یاد سیمینار څخه فارغ شویو استادانو او د نصاب او مسلکي انکشاف د لوی ریاست  کارمندانو پکې برخه درلوده .
غونډې ته د پوهنې وزارت مسئولینو، د ساینس د مرکز کارمندانو  او د یاد سیمینار شاملو ښوونکو ویناوې وکړې او د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې د دې ډول سیمینارونو دایریدل د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې خورا مهم او اړین وګڼل. 
دیادونې وړ ده، چې په یاد سیمینار کې د کابل ښار او اړوندو ولسوالیو (۱۰۰) تنه ښوونکو برخه درلوده او هره ورځ ورته د ټاکلي مهال وېش سره سم عقیدوي او فکري درسونه ورکول کېدل او هم ورته د ریاضي،فزیک،کیمیااو بیولوژي مضامین تدریس کېدل .
د یاد سیمینار مالي امکانات د افغان استرالیا  انکشافي موسسې له لوري چمتو شوي وو .

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS