په لوګر او فاریاب ولایتونو کې د دیني مدرسو زده کوونکو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو

media-moe
Sun, Mar 27 2022 8:59 AM
په لوګر او فاریاب ولایتونو کې د دیني مدرسو زده کوونکو ته د درسي کتابونو وېش پیل شو

د فاریاب ولایت د پوهنې رئیس مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله او د دې ولایت د مدرسو او دارالعلومو د مسوولینو او ښوونکو په ګډون، د ولایت د مدرسو او دارالعلومو پر زده کوونکو باندې درسي کتابونه وویشل شول.
د پوهنې رئیس په وینا؛ ۷۹ عنوان کتابونه چې ټول ټال ۷۲۲۱۷ ټوکه کېږي، د مدرسو د ادارو له لارې پر زده کوونکو باندې ویشل کیږي.

د لوگر له ولایت څخه د یو بل خبر له مخي:
په لوګر ولایت کې په موجودو ۳۰ دیني مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومو کې د درسي کتابونو د وېش بهیر  رسماً پیل شو. 
یاد بهیر د پوهنې ریاست په لارښوونه پیل شو، چې په ترڅ کې به یې د پوهنې وزارت ۶۴۶۵ ټوکه نوي را لېږل شوي درسي کتابونه ووېشل شي.  
په دې درسي کتابونو کې، له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب اړوند دیني او عصري کتابونه شامل دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS