په پاک افغان انلاین جرګه کې د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس او ویاند عزیزاحمد ریان د وینا متن

media-moe
Wed, Apr 13 2022 9:01 AM
په پاک افغان انلاین جرګه کې د پوهنې وزارت د نشراتو د رئیس او ویاند عزیزاحمد ریان له لوري د اورول شوې وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم
تر هرڅه نه مخکې د پاک افغان یوت فورم محترمو مسئولینو او غړو، د ننۍ انلاین جرګې ټولو ګډون کوونکو او ټولو هغو اوریدونکو او لیدونکو ته چې په ژوندۍ بڼه د دې جرګې جریان ویني او اوري، سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوو. السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته 
غواړو  د ننۍ جرګې له ټولو دایرونکو او ګډون کوونکو څخه مننه وکړو، چې له خپلو زیاتو بوختیاوو سره سره یې داسې یوه مفیده جرګه تنظیم کړېده او ویناوالو ته یې د خپل نظر د شریکولو لپاره یو مناسب فرصت برابر کړیدی.
اجازه راکړئ ترڅو د افغاستان اسلامي امارت دپوهنې وزارت په استازیتوب د موضوع په اړه چې عنوان یې دی: (په افغانستان کې د نجونو د تعلیم راتلونکی) د جرګې له ګډون والو او لیدونکو سره  خپل لنډ معلومات شریک کړو:
د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د یومسئول، مشروع او حاکم نظام په توګه د ټولو افغانانو په تیره بیا میرمنو او نجونو ټولو شرعي حقوقو په ځانګړې توګه د تعلیم حق ته متعهد او ژمن دی او دا خپله شرعي او ملي وجیبه ګڼي ترڅو افغان میرمنو او نجونو ته د  زده کړې مصئون او مناسب شرایط او چاپیریال برابر کړي.
درنو ګډونوالو!
تاسې په جریان کې یاست، چې د افغانستان د (۲۴۲۶۰۱ )تنو ښوونکو له جملې څخه( ۹۲۴۰۱) تنه یې ښځینه ښوونکي دي، چې د ټولو ښوونکو  څه د پاسه( ۳۸) سلنه جوړوي. له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پوري( ۲۷۰۹۹۶۹ )تنه نجونې چې د ټولو زده کوونکو څه د پاسه ۲۶ سلنه جوړوي، په منظم ډول هره ورځ خپلو ښوونځیو ته د زده کړې لپاره  حاضریږي.
د پوهنې وزارت اړوند په هغو ادارو کې چې د میرمنو مراجعه ورته زیاته ده،لکه د شهادتنامو او نتایجو ریاست او  د بشري سرچینو عمومي ریاست، ښځینه کارمندانې هره ورځ په منظم ډول خپلو دندو ته حاضریږي. په اونۍ کې یوځل د پوهنې وزارت ټول ښځینه کارکوونکي د خپلو حاضریو د لاسلیک کولو لپاره وزارت ته راځي.
که څه هم د پوهنې وزارت زیاتره ښځینه کارکوونکي په خپلو دندو کې فزیکي حضور نه لري، خو معاشونه او نور امتیازات یې په منظم ډول ورکول کېږي. تر اوسه پورې په ټول هیواد کې داسي څه پېښ شوي نه دي چې د پوهنې وزارت کومه ښځینه کارمنده دې له خپلې دندې ګوښه شوې یا له معاش او امتیازاتو څخه بې برخې شوې وي. په مرکز او ولایاتوکې چې کله تعلیمي بستونه ازادي سیالۍ ته سپارل کېږي، یوه ځانګړې سلنه یې میرمنو ته ځانګړې کېږي.د بیلګې په ډول، کله چې له نن څخه یوه میاشت وړاندې دکابل ښار او ولسوالیو (۱۸۹۳)تعلیمي بستونه ازادي سیالۍ ته وسپارل شول، ۲۷۵بستونه  چې د ټولو بستونو تقریبا ۱۵سلنه جوړوي، میرمنو ته ځانګړي شوي وو.
دا چې وخت په وخت په ځینو لویدیځو مطبوعاتو کې د اسلامي امارت دمنسوبینو له لوري له میرمنو سره د زورزیاتي او یا د میرمنو د حقوقو د پایمال کولو په تړاو ځیني  ګنګوسې خپرېږي، هیڅ اساس او بنسټ نه لري، بلکې له دغو بې اساسو تبلیغاتو څخه یوازینی هدف دادی، چې د  اسلامي امارت  سیاسي او ټولنیز وجاهت ته زیان ورسېږي. 
اسلامي امارت په جدیت سره کارکوي، چې د اسلام د مقدس دین د اساساتو او افغاني فرهنګ له غوښتنو سره سم له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې دنجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره هم یو میکانیزم جوړ او پلی کړی او په دې برخه کې عملا 

هم څه ناڅه پرمختګونه شویدي. د یادونې وړ ده، چې یاد ښوونځي تړل شوي نه بلکې معطله کړای شویدي او دغه معطلي دایمي نه بلکې موقتي ده.
یوه یادونه کول ضروري ګڼو هغه دا چې مونږ خپلو هیوادوالو په تیره بیا د میرمنو د تعلیم لپاره د  زمینې مساعدولو په برخه کې د یو مسئولیت او تعهد په اساس کار او هڅې کوو او په دې برخه کې د خپل ولس مشروع غوښتنې په نظر کې نیسو،نه د بهرنیو جهتونو دخوشحالولو او د هغوی د فشارونو د کمولو لپاره، البته ټول هغه جهتونه او هیوادونه چې له اسلامي امارت سره د تعلیم او د ژوندانه په نورو ډګرونو کې مرستې کوي، مونږ یې تقدیر او مننه کوو او له هغوی څخه هیله لرو  چې له څلویښت کلن بحران څخه راوتلی  افغانستان یوازې پرینږدي. 
یو ځل بیا خپل ګران ملت ته ډاډ ورکوو، چې اسلامي امارت به د خپلو هیوادوالو د حقوقو د اداء کولو په برخه کې هیڅ ډول غفلت ونه کړي . ان شاءالله تعالی.
والسلام

Latest news

Wed, Aug 06 2025 12:53 PM
Background image

Visit of the Acting Minister of Education from a Darul Uloom in Kabul Province

Respected Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, the Acting Minister of Education, accompanied by a number of officials, visited the Darul Uloom Hazrat Ali (Karam Allah Wajhah) in the. . .

Sat, Jul 26 2025 2:41 PM
Background image

Commendation of Top Kankor Students of 1404 by the Acting Minister of Education

A ceremony to honor and commend 10 outstanding students and top performers in the 1404 (solar year) Kankor exam was held in the conference hall of the Ministry of Education. The event. . .

Sun, Jul 13 2025 11:10 AM
Background image

Announcement of the Ministry of Education Regarding the Enrollment of Children of Repatriated Refugees into Educational Centers of the Country

In the Name of Allah, the Most Gracious, the Most Merciful
The Ministry of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, based on its religious, professional, and national. . .

BACK TO NEWS