د کابل ولایت مرکزي مدرسه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه

media-moe
Wed, May 25 2022 11:03 AM
د کابل ولایت مرکزي مدرسه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه

دپوهنې وزارت اړوند د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې د هیواد په سطحه ستره مرکزي مدرسه چې کم ترکمه د زر(۱۰۰۰)تنو زده کوونکو د ځایولو ظرفیت لري، پرانیستل شوه.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د یادې مدرسې په  جامع مسجد کې جوړ شوي وو، د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نورالله منیرصاحب،د یادې مدرسې شیخ الحدیث مولوي محمد اسمعیل رحماني صاحب،د حاجي چمن دارالعلوم شیخ الحدیث مولوي سلطان احمد عادل سمنګاني صاحب،د یادې مدرسې مهتمم شیخ مولوي عزیزالله درویش صاحب او د کابل ولایت والي شیخ مولوي نداء محمد صاحب  پکې ویناوې وکړې. ټولو محترمو ویناوالو په  خپلو ویناوو کې د یادې مدرسې د تاسیس اهداف تشریح کړل او یادونه یې وکړه،چې  د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب  د هدایت په اساس به دې ته ورته د هیواد په هر ولایت کې یوه ستره دیني مدرسه تاسیس کېږي،ترڅو داسلامي تعلیماتو په ډګر کې هیوادوالو ته خپل ښوونیز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.دغه مراسم د کابل ښار د حضرت ابوبکر صدیق(رض) د مدرسې د مهتمم او شیخ الحدیث مولوي عبدالمتین صاحب له لوري  د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیدل.
د یادونې وړ ده،چې ددې مدرسې له زده کوونکو څخه به د شمولیت ازموینه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (۲۵/۱۰/۱۴۴۳هـ ق-۴/۳/۱۴۰۱هـ ش ) اخیستل کېږي او د راتلونکې شنبې په ورځ به یې په رسمي ډول درسونه شروع کېږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS