له ولایاتو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
Sat, Dec 10 2022 10:29 AM
چند خبر مختصر از فعالیت های معارف ولایات

هرات:
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین مولوي عبدالخالق صادق او ورسره ملګري پلاوي یې په داسې حال کې چې د هرات ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه او مسوولینو هم حضور درلود، د دغه ولایت د مرکزي جهادي مدرسې، انصاري یتیم خانې او حاجي عبدالظاهر بشیري خصوصي ښوونځي څخه لیدنه وکړه. .
نوموړي د يادو ښوونیزو بنسټونو د اداري او تدريسي چارو د کتنې پر مهال له استادانو او مسوولينو سره د هغوى د ستونزو او اړتياوو په اړه خبرې وکړې او د جهادي مرکزي مدرسې د وضعيت د لا ښه والي په موخه يې لازمې لارښوونې وکړې.
جوزجان:
د پوهنې وزارت ستر سلاکار الحاج مولوي سید غیاث الدین آغا جوزجان ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له جهادي مدرسې او یتیم خانې څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سلاکار د يادې شوې جهادي مدرسې د مسوولينو او د پوهنې د ريس د هلو ځلو د ستاينې په ترڅ کې د يادې مدرسې زده کوونکي تشويق کړل او ويې ويل:
تاسو د دې هیواد د راتلونکي جوړونکي یاست، تاسو باید هڅه وکړئ او خپل درسونه په ښه توګه زده کړئ ترڅو په راتلونکي کې د خپلو خلکو او هیواد لپاره په ښه توګه خدمت وکړئ.
کندز:
د کندز ولایت د پوهنې ریس مولوي محمد اسماعیل ابو احمد او د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر مولوي غلام رسول حقاني د ارچي ولسوالۍ د اصحاب الصفه له یتیم خانې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د ښوونې او روزنې پر کیفیت یې ټینګار وکړ او د یتیم خانو زده کوونکي یې وهڅول چې د قرانکریم حفظ وکړي او همدارنګه دیني او عصري علوم زده کړي.
لغمان:
د سره صليب موسسې په مالي مرسته د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د ۱۳ ښوونځيو د بيارغونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د دې ادارې له مسوولينو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: دغه ښوونځي د تېرو کلونو د جګړو له امله ويجاړ شوي وو او اوس يې د سره صليب په مالي مرسته د عابد کاسي ساختماني شرکت له خوا د درې میاشتو په موده کې بیا ځلې ورغول شول او دا دی اوس ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
پنجشیر:
د پنجشير ولايت د پوهنې رئيس مولانا غلام عصان حماس او ورسره مل پلاوي د دغه ولايت د رخې لېسې د ازموینو له بهیر څخه یې لیدنه وکړه او همدا ډول د دې لیسې له اداري چارو څخه یې هم څارنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS