له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

media-moe
Sun, Dec 18 2022 2:32 PM
له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

فراه:
د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د نعماني مدرسې لس تنو د قران کریم حافظانو ته د فضیلت لنګوټې د پوهنې د مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې وتړلې. د دغه ولایت د پوهنې رئیس د قرآن کریم د ارزښت او په دنیا او آخرت کې د حافظ د مقام په اړه خبرې وکړې. د خبرو پرمهال یې له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه مدارسو ته واستوي.
دایکندي:
د دايکنډي د پوهنې رياست د عمومي زده کړو د آمر قاري عنايت الله سهار په مشرۍ د دغه رياست له مسوولينو او کارکوونکو سره غونډه جوړه شوه، چې په کې د اصولو په رعايت، د مراجعينو د کارونو پر اصولو، د ولسوالیو له آمریت سره همغږي رامنځ ته کول او په وخت سره د راپورونو راټولولو او یووالي په اړه بحث او پریکړه وشوه.
ننګرهار:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب الله حضرت حقاني په خپل دفتر کې د ملي ټلوېزيون او اطلاعاتو او کلتور له مسوولينو سره وکتل او د ښوونې او روزنې پر مهمو موضوعاتو يې خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مثبتو بدلونونو په اړه خپله خوښي څرګنده کړه.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د HHRD موسسې د ۱۰۰ جلا ټیمونو په جوړښت کې د لغمان، ننګرهار او کنړ ولایتونو د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره علمي سفرونو، درسي او سپورتي رقابتونو سیالۍ برابرې کړې.
 د مسوولينو د څرګندونو له مخې: دغه سيالۍ د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يادو ولايتونو د پوهنې د مسوولينو او نورو دولتي بنسټونو په شتون سره ترسره شوې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د انجینرۍ مدیریت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ابرار موسسې د دغه ولایت په خاکجبار او قرباغ ولسوالیو کې د څلورو ښوونځیو د حلقوي دیوالونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
د مسوولينو د څرګندونو له مخې: د دغو ديوالونو د جوړولو کار د انجنيرۍ د ټيم تر څارنې او د هغوى تر لارښوونې لاندې روان دى.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS