له کابل او لوګر څخه د پوهنې لنډ خبرونه
کابل:
د باختر مومند شرکت د ORCDG په مالي مرسته یې د سروبي ولسوالۍ د سرچینې په منځني ښوونځي کې، د پغمان والسوالۍ د پشته نجونو په ښوونځي کې، د شکردرې ولسوالۍ د قلعه مرادبیک په لومړني ښوونځي او په چهاراسیاب ولسوالۍ کې د خیرآباد په لومړني ښوونځی کې یې د څلورو پخلنځيو د جوړولو چارې بشپړې کړې.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د انجینرۍ مدیریت مسوولین وايي: د ابرار ساختماني شرکت له لارې د UNHCR موسسې په مالي مرسته د دې ولایت د ده سبز ولسوالۍ د شنه زوره ښوونځي لپاره ۸ درسي ټولګي له ټولو امکاناتو سره جوړ کړي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کابل:
د المان د ماشومانو د ساتنې موسسې استازو د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمریت له مسوولینو سره په کتنه کې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې ماشومانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو خبر ورکړ. او په دې والسوالۍ کې یې له هغو ښوونځیو څخه څارنه وکړه، چې ډېر ویجاړ شوي دي، ترڅو په راتلوونکې کې ورته پاملرنه وشي.
لوګر:
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي: IRC موسسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د خپل کنترول لاندې د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو لپاره د ۳۰۰ ښوونکو د ګمارلو په موخه د ازادې سیالۍ له لارې د ښوونکو د استخدام لړۍ پیل کړه، چې په ترڅ کې یې ۹۰۰ تنو ګډون کړی و. چې له دې جملې څخه څه د پاسه 300 تنو ښځو ازموینه ورکړه.
لوګر:
د لوګر ولایت د د شکایتونو د اورېدو مسوول او د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو آمر ضیاء الاحمد صارم د یوه کاري سفر په موخه د دغه ولایت خروار ولسوالۍ ته لاړل، د دې ولسوالۍ د پوهنې وضعیت د ارزونې په ترڅ کې یې مولوي بشیر احمد جوهر د دې والسوالۍ د څارنې آمر یې د شکایتونو د اوریدو او د بلنې او لارښوونې د مسوول په توګه هم مقرر کړ.
لوګر:
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د نتایجو او شهادتنامو آمریت له خوا د کانکور د ۱۴۰۲ تنو نوماندانو د نوم لیکنې او د فورمونو د ورکړي بهیر پیل شوی او دا لړۍ به د یوې میاشتې لپاره دوام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د لوګر له ښوونځيو څه باندې ۳۴۳۵ تنه فارغ شوي، چې ۷۰۰ يې نجونې دي.
