له ننګرهار او کندهار ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sat, Dec 24 2022 11:29 AM
خبرهای مختصر معارف ولایت های ننگرهار و کندهار

ننګرهار:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د ننګرهار په درونټې سیمه کې د بي بي مريم له لېسې په سرخرود ولسوالۍ کې د يو شمېر نورو ښوونځيو له اداري، تدريسي، کتابتونونو، لابراتوارنو او نورو برخو څخه ليدنه وکړه. نوموړي له مسوولینو څخه د دوی د ښو فعالیتونو له امله مننه وکړه.

د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د کروندې لومړني ښوونځي د بیارغاونې د چارو د پیل په مناسبت د پوهنې ریاست د مسوولینو، د سویډن کمیټې د استازو، د سیمه ییزو ادارو د مسوولینو او د سیمې د اوسیدونکو په ګډون غونډه جوړه شوه. ولسوالی ویل کیږي چې د دې پروژې ټول لګښت د سویډن کمیټې لخوا ورکول کیږي.
د ننګرهار د والي وياند فرهاد احمد ستانکزي د دغه ولايت له يوې خصوصي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د دغه ولايت د پوهنې رياست په ځانګړي ډول د ننګرهار د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د خدمتونو او هڅو يادونه وکړه. نوموړي په دغه ولايت کې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې د ننګرهار ولايت په ټولو برخو په ځانګړي ډول په لرو پرتو سيمو کې د دغه ولايت د پوهنې رياست د رهبرۍ لاسته راوړنې د پاملرنې وړ وبللې.
کندهار:
د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د پوهنې آمریت په انګړ کې د پوهنې د مسوولینو، دیني عالمانو او د سیمې خلکو په ګډون د علم د زده کړې او ارزښت په موخه غونډه جوړه شوه.
 د دې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي محمود احرار د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې خپل اولادونه زده کړو ته په هڅولو سره خپل راتلونکی روښانه کړي.
د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې آمر د دیني مدارسو د مسوولینو د همغږۍ غونډه د مولوي محب الله سعادت تر څارنې لاندې جوړه شوه.
ښاغلي سعادت په دې ولسوالۍ کې د زده کوونکو د کمیت او د پوهنې د کیفیت په اړه د خبرو پرمهال د غونډې ګډونوال مکلف وګڼل چې خلک وهڅوي چې خپل اولادونه د علم زده کړې لپاره ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.
همدارنګه:
د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې آمر د شمس الدين کاکړ له لېسې، حاجي ګلون بابا له لومړني ښوونځي، د امام بخاري او غرګيانو د مدارسو له تدريسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه او د يادو ادارو له مسوولينو يې د لا زياتو خدمتونو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS