د سرپل ولایت د آسیا آباد د هلکانو په لېسه کې دوه درسي ټولګي پرانستل شول

media-moe
Wed, Dec 28 2022 11:51 AM
دو صنف درسی در لیسهٔ ذکور آسیاباد ولایت سرپل افتتاح شد

 د سرپل ولایت د آسیا آباد د هلکانو په لېسه کې د څښاک د اوبو ذخیرې، د اوبو پمپ، لس اودس خوني او دوه درسي خونې چې د جوړولو چارې یې د ۶۰۰ او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د NRC موسسې د ولایتي دفتر لخوا پیل شوې وې د دې ولایت د پوهنې د ریس مولوي محمد رحماني له خوا په داسې حال کې پرانیستل شو، چې د پوهنې ریاست مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت استازو او قومي شخصیتونو حضور درلود.
د سرپل ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د يادو ټولګيو د پرانستلو په مراسمو کې له يادې ادارې څخه د مننې په ترڅ کې وویل، چې د يادو ټولګيو د جوړېدو چارې په ټوليزه توګه دوه مياشتې وخت ونیو، چې د دې خونو په جوړیدا سره د زده کوونکو لپاره د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه څرګنده کړه: يادې ادارې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې اته ښوونځي تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د سرپل ولايت د پوهنې رييس له زده کوونکو وغوښتل چې د ښوونځيو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS