له کابل او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه
سرپل:
په سرپل ولایت کې د اکتید موسسې سیمه ییز دفتر د یونیسف د ولایتي دفتر په مالي مرسته د یو میلیون ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دې ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د سیمه ییزو ادارو د مسوولینو او د پوهنې د آمرینو له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې ادارې د مسوولینو له خدمتونو او مرستو څخه د مننې او د تقدیر نامې په ورکولو سره مننه وکړه.
کابل:
د کابل ولایت د چهاراسیاب والسوالۍ د پوهنې آمر شکرالله حیدر د ORC موسسې د ولایتي دفتر له استازي سره وکتل او د ښوونې او روزنې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
دغه راز د چهاراسیاب والسوالۍ د پوهنې آمر د کابل د پوهنې ریاست د انجینرۍ ټیم سره د دې والسوالۍ د پوهنې آمریت د استنادي دیوال د جوړېدو چارې یې هم وڅارلې.
ننګرهار:
د ننګرهار د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د ۸۶ دولتي مدارسو او ۳۰ خصوصي مدارسو مدیرانو سره راغونډ شوي، ترڅو د دغه ولایت د سړو سیمو د ازموینو د پایلو او په تودو سیمو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو د چمتووالي په اړه یې بحث او پریکړه وکړي.
نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دې ولایت د نورګرام والسوالۍ د ننګرهار د لیسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې لېسې مشرتابه ته یې لارښوونه وکړه چې خپلې ټولې رسمي چارې د پوهنې ریاست د قوانینو په رڼا کې ترسره کړي..
بلخ:
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د څارنې آمر توريالي مهمند په مزارشريف ښار کې د ماشومانو د ساتنې د موسسې له خوا د يو شمېر ښوونځيو ښوونکو ته د ناچاوديدونکو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي د لوړولو په موخه له جوړ شوي سيمينار څخه څارنه وکړه.
