له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
Sun, Jan 08 2023 9:50 AM
qwee

هرات:
مولوي عبدالله امیني د هرات ولایت د ښار د پوهنې له ۲۰۰ ښوونکو سره د لیدنې پر مهال د هېواد د ښه والي او پرمختګ کې د ښوونکو د رول په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد د بچیانو د زده کړې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
کندز:
د کندز ولایت له عمریه جهادي مدرسې څخه ټولټال ۱۳۴ تنه د حدیثو له ۸ میاشتني دورې څخه فارغ شول.
  د فراغت په مراسمو کې ويناوالو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوى څخه وغوښتل چې ديني ښوونې په خپل ژوند کې معیار وګرځوي.
کندهار
د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي نيک محمد نقشبندي د دې ولسوالۍ د رمباسي کلي له مشرانو، د خلکو له استازو او مخورو سره د يوې ديني مدرسې د جوړېدا په باب خبرې او مشورې وکړې.
 سرپل:
د دې ولایت د پوهنې ریاست د مرکز ساینس د ښوونکو له خوا د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د پوهنې آمریت ۴۱ آمرینو، مدیرانو، د څارنې غړو او ۷۰ تنو د ښوونځیو ښوونکو ته د میتودولوژۍ او مدیریت په برخه کې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت د اسلامي زده کړو آمر مولانا افضلي د امیري خیریه بنسټ له مسوول خان محمد امیري سره د دې ولایت له مرکزي یتیم خانې څخه لیدنه وکړه.
 د امیري بنسټ مسوولینو د زده کوونکو د ژوند د وضعیت له ارزونې او هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ژمنه وکړه، چې د دغه یتیم خانې زده کوونکو ته به د ګرمو اوبو او ژمنیو جامو په برابرولو کې مرسته وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS