د پوهنې وزارت د څلورم ستراتیژیک پلان د جوړولو کار پیل شو

media-moe
Sun, Jan 15 2023 1:25 PM
د پوهنې وزارت د څلورم ستراتیژیک پلان د جوړولو کار پیل شو.

د پوهنې وزارت د څلورم ستراتیژیک پلان د پرمختیا په تړاو غونډه د پلان د رئیس مولوي حبیب الله آخندزاده او د پلان جوړونې ادارې د یو شمېر مهمو غړو او مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پلان رئیس مولوي حبیب الله آخندزاده د یاد شوي پلان ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: موږ باید د دغه وزارت له نورو څانګو او ادارو سره په پوره همغږۍ او اخلاص کار وکړو. ځکه چې د هرچا د امید سترګي موږ ته دي، ترڅو د پوهنې وزارت لپاره داسې بشپړ ستراتیژیک پلان جوړ کړو، چې د پوهنې وزارت ټولې ستونزې د کمیت او کیفیت له مخې پکې هوارې شي .
ورپسې د یادې ادارې یو تن مسوول جاوید احمدي د پوهنې د څلورم ستراتیژیک پلان په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: څلورم ستراتیژیک پلان باید د ټولنې له ښوونیزو او روزنیزو اړتیاوو سره سم چمتو شي او د پوهنې په برخه کې باید پرمختګ وشي، ترڅو موږ وکولای شو، چې د پوهنې په برخه کې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړو.
د غونډې په جریان کې نورو ګډونوالو هم د ارقامو د راټولولو په برخه کې او د موضوعاتو د جوړښت او د یاد شوي پلان د بډاینې په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS